"بیا مې لیدل اسانه نه دي-که مې ملګري په مزار مات کړي سرونه قبر سوری کړه حال مې واخله-رټ مې خوږېږي د مرمیو پرهرونه" دا د ځوانیمرګ اسلم خان د خولې هغه لنډۍ ده چې ده پر خپل ټېکټاک په یوه ویډيو کې ویلې ده. خو خبر نه و چې د پاکستان برید به یې دا خبره په حقیقت بدلوي او ملګري او خپلوان به یې بیا په مرګوني "د مرمیو پرهرونه" ګوري.